په لمانځه کې د آخري تشهد وروسته دعا...

Egypt's Dar Al-Ifta

په لمانځه کې د آخري تشهد وروسته دعا کول

پوښتنه

په لمانځه کې د آخري تشهد وروسته دعا کول 

ځواب

 د آخري تشهد څخه وروسته دعا کول د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي، او هغه مستحب ده، واجب نه ده، او دعا کوونکی ته روا  د دنیا او آخرت له امورو څخه کومه دعا چې وي وغواړي، او ورته روا ده چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی دعاګانې ولولي، او کوی شي نورې دعاګاني وکړي، او له نبي کریمﷺ څخه د را نقل شویو دعاګانو څخه یوه هغه ده چې امام بخاری او امام مسلم له عائشة رضي الله عنها څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې دا دعا ویله "اللَّهُمَّ إني أعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَأعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ المَسيحِ الدَّجَّال، وأعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ المَحْيا والمَماتِ، اللَّهُمَّ إني أعُوذُ بِكَ من المأثمِ والمَغْرَمِ"ژباړه: «اې الله زه تا ته د قبر له عذاب څخه پنا وړم، او مسیح دجال له فتنې څخه تاته پنا وړم، او د ژوند او مرګ له فتنې څخه تاته پنا وړم، یا الهی زه ګناهونو او قرضداری څخه تاته پنا وړم»

Share this:

Related Fatwas