د لرغونو آثارو قاچاق

Egypt's Dar Al-Ifta

د لرغونو آثارو قاچاق

پوښتنه

د لرغونو آثارو او نورو موندل شوی شیانو خرڅلاو او په عموم کې په هغو تجارت حکم څه دی؟

ځواب

 د لرغونو آثارو تجارت او يا  د هغو  خرڅول، اخیستل، په تحفه ورکول او داسی نور تصرف کول د شريعت له نظره  جواز نه لري، مګر په هغه شروطو  چې  ولی الامر لخوا اجازه ورکړل شوي وي او  قانون د عمومي مصلحت لپاره تنظيم کړي وي، حتی که څوک یې په خپله ځمکه کې ومومي هم؛ ځکه چې د ځمکې د ملکیت انتقال په ځمکه کې د ښخو لرغونو آثارو د ملکیت لیږ له ځانه سره نه لري،مګر داچې اوسنی مالک د لرغوني آثار ترټول د لومړني مالک له وارثانو څخه وي - او دا هېڅ امکان نلري – او حتی که دا ثابت هم شي چې هغه د لومړي مالک له وارثانو څخه دی؛ بیا هم د ډیرو اعتباراتو له وجه ملکیت نه ورته ثابتیږي، نو په دې ډول اوسني مالک ته د لرغوني اثر ملکيت انتقال ونه شو، نو له همدي کبله لرغونې آثار عام مال دی، او دا یو لاوارثه شی ده چې باید دولت ته وسپارل شي، او دا هغه څه دي چې په مصر کې په  فتوا او قضاء کې پرې عمل کیږي.

والله سبحانه وتعالى أعلم.

Share this:

Related Fatwas