د نعتونو او ستاینو مشروعیت

Egypt's Dar Al-Ifta

د نعتونو او ستاینو مشروعیت

پوښتنه

د رسول اللهﷺ مدحه او د دیني ترانې او نعتونه  ویل څه حکم لري؟

ځواب

 یو له لوړو، او غوره او ښایسته شیانو څخه چي بنده د خپل لوئ خالقﷻاو د هغه له رسولﷺ سره خپله مینه پرې څرګندوي: مدح او ثنا، او دا دواړه د مینې، او د رښتنې محبت دلیل دی؛ او څومره چې انسان له یو چا سره مینه ولري هغومره یې ستاینه او ذکر کوي، او د هرې وينا یا خبرې ژبه د هغې د ویونکي د حالت د بیانولو ژبه وي، او د هر شي چې ستاینه وشي عزت یې زیاتیږي، پرته د الله او د هغه د رسول له ستاينې څخه، ځکه د هغو  ستاينه د ستايونکې لپاره عزت او شرف دى، بلکي له لوئ څښتن تعالیﷻ او مصطفیﷺ  څخه بل هيڅوک د ستاینې ډیر وړ نه دي، د اسود بن ساری رضی الله عنه په حدیث کی راغلی دی: چي هغه  وایي ما وویل: ای د خدائ رسوله، ما د خدائ جل جلاله یوه ثنا وویله، او ستا مدحه ستاینه مې وکړه، نبی کریمﷺ وویل: «هَاتِ وَابْدَأْ بِمِدْحَةِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ» رواه الإمام أحمد.

ژباړه: " ته راوړه د الله جل جلاله په ستاینه پیل وکړه".

Share this:

Related Fatwas