له اهل الذکر څخه مراد
پوښتنه
اهل الذکر څوک دي آیا له دوی څخه مراد یوازې دیني عالمان دي؟
ځواب
الله تعالی فرمايي: ﴿فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُون﴾ [النحل: 43].
ژباړه:"له با خبرو خلكو څخه پوښتنه وکړئ، كه تاسو په خپله نه پوهېږئ".
له اهل الذکر څخه مراد: په هر فن او علومو کې متخصص،پوهه او تجربه لرونکي خلک دي؛ دا د دې آيت شریف د لفظ د عموم په اساس، نه د سبب د خصوص پر بنا،او که یو لفظ خاص کولو لپاره دلیل نوي، هغه په عموم حملول بهتر دي؛ نو د دین او دنیا په هر علم کې د هغه فن له اهل او متخصصو څخه پوښتل کیږي، او په آیت کې د اهل الذکر په بیان سره په ګوته کول د دې تقاضا کوي چې له نورو غیر مسلکی او غیر متخصصو خلکو څخه پوښتنه کول روا نه دي.