د ډله ایز ذکر د مشروعیت حد

Egypt's Dar Al-Ifta

د ډله ایز ذکر د مشروعیت حد

پوښتنه

په ډله ایزه توګه ذکر کول څه حکم لري؟

ځواب

ډله ایز ذکر روا دی او په دې کې هیڅ شبه نشته، بلکه په ډیرو هغه قرآنی آیتونو کې چې د ذکر امر شوی، د خدایﷻ امر په کې په جمع لفظ راغلی دی؛ لکه د الله تعالی دا قول:﴿فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ﴾[البقرة: 152]، ژباړه:«نو تاسو ما یادوئ زه به تاسو یاد كړم » او د اللهﷻ دا قول: ﴿فَاذْكُرُوا اللهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ﴾ [البقرة: 198]،ژباړه:«  نو په مشعر حرام (مزدلفه) کې الله ياد کړئ او په هغه شان یې ياد کړئ چي تاسو ته یې لارښودنه کړېده» او همدارګه د اللهﷻ دا قول : ﴿وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ﴾ [الكهف: 28]،ژباړه:« او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، (پالونکي، واكوال) د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه» او نورو مبارک آيتونو چې د الله سبحانه وتعالی د يادولو او دعا کولو لپاره د راغونډېدلو مشروعيت ته په کې اشاره شوې ده او په دې اړه د نبوی احادیثو تواتر هم  شته؛ له أبي هريرة او أبي سعيد رضي الله عنهما، څخه روایت دی چې هغو رسول اللهﷺ ليدلي چې ویفرمایل: «لا يَقْعُدُ قَوْمٌ يَذْكُرُونَ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ إِلا حَفَّتْهُمُ الْمَلائِكَةُ وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ وَنَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ وَذَكَرَهُمُ الله فِيمَنْ عِنْدَهُ» رواه مسلم. ژباړه:« کله چې یوه ډله خلک د الله تعالی د ذکر لپاره راغونډ شي، ملائکې په دوی خپل وزرونه راټوله وي، د الله تعالی رحمت دوی پوښي، سکینه یا سکون په دوی نازلیږي او الله تعالی د خپل نږدې مخلوقاتو په وړاندې د دوی یادونه کوي»

Share this:

Related Fatwas