د رسامۍ هنر
پوښتنه
په جامو، او په دیوالونو او داسې نورو باندې د ځینو انځورونو رسمول څه حکم لري؟
ځواب
په دې ډول انځورونو او رسمونو کې حرج نشته تر هغې چې په انځورونو کې داسې څه شامل نه وي چې د هغه وړاندې کول او رسم کول ناجايز وي؛ لکه بربنډ، یا یو بل ناوړه عمل وي، او یا د شریعت له احکامو څخه سرغړونې ته هڅونه په کي وي، او یا د والی الامر(قانون،حاکم،یا دولت) نافرماني په کي وي، او که داسې شیان په کې شامل وي نو داسې انځور حرام دي، یوازې د دې لپاره نه چې دا یو انځور دی، بلکې د دې لپاره چې له خپل حقیقت څخه بهر شوی؛ چې هغه یې په مضمون کې د محرمو شیانو شمول دي، او په نرمو سطحو باندې د انځور او رسم، او دي ورته نورو شیان په مباح والي تاکید لپاره هغه د ابو طلحه رضي الله عنه څخه دا روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا تَدْخُلُ المَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ صُورَةٌ»، قَالَ بُسْرٌ: فَمَرِضَ زَيْدُ بْنُ خَالِدٍ، فَعُدْنَاهُ، فَإِذَا نَحْنُ فِي بَيْتِهِ بِسِتْرٍ فِيهِ تَصَاوِيرُ، فَقُلْتُ لِعُبَيْدِ اللهِ الخَوْلَانِيِّ: أَلَمْ يُحَدِّثْنَا فِي التَّصَاوِيرِ؟ فَقَالَ: إِنَّهُ قَالَ: "إِلَّا رَقْمٌ فِي ثَوْبٍ"، أَلَا سَمِعْتَهُ؟ قُلْتُ: لَا، قَالَ: بَلَى، قَدْ ذَكَرَهُ. متفق عليه.
ژباړه: " هغه کور ته کې ملائکې نه داخلیږي چې تصویر په کې وي" بسر وويل: زيد بن خالد ناروغه شو، نو مونږ د هغه عیادت وکړ، نو کله چې مونږ د هغه په کور کې وو، یوه پرده وه چې په هغې باندې عکسونه وه، نو ما عبیدالله الخولاني ته وویل: هغه مونږ ته د انځورونو په اړه حدیث نه وه ویلي؟ نو هغه وویل:هغه ویلي وه: "پرته له هغو چې په جامو کې نقش کړی شوی وي." آیا تا نه دي اوریدلي؟ ما وویل: نه، هغه وویل: هو، هغه ویلي وه.