د ولادت تنظیم
پوښتنه
د ولادت د تنظیم شرعې مباح وسایل کوم دي؟
ځواب
ځواب: د ماشومانو د ولادت د تنظیم لپاره هره هغه وسیله چې داکترانو تائید کړې وي کارول مباح دي، په داسي حال کې چې ټول هغه طبي معیارونه یې پوره کړي وي چې د طبي ضرر مخنیوی کوي او د دې وسیلي څخه مطلوبه ګټه ترلاسه کوي؛ او همدارنګه دا کار باید د ښځي او میړه په رضایت ترسره شي. او د اسلامي شریعت فقهاءوو له پخوا د عزل اجازه د حمل د مخنوي د وسیلې په توګه ورکړي ده، ځکه چې همدا عزل د فقهاوو او د هغوی څخه د مخه د رسول الله ﷺ په زمانه کې مشهوره طریقه وه، خو دا یواځې په دې طریقې د اکتفا لپاره نه وه.
والله سبحانه و تعالی اعلم.