اسرا او معراج
پوښتنه
د اسراء او معراج د معجزې حقیقت څه دی او د واقع کیدو دلیل یې څه دی او د منکر حکم يې څه دی؟
ځواب
د اسراء او معراج سفر هغه پیښه ده چې په حقیقي توګه رسول اكرم صلی الله علیه وسلم سره واقع شوې ده ،او د قدرتونو د مالک له لوري د ډالۍ په توګه په ویښه واقع شوی ده؛ چي د شپې په ویښه له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته بیول شوی، او هلته ته یې بیا ملائکو او انبیاؤ علیهم السلام ته لمونځ ورکړی،او بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم، د بیدارۍ په حالت کې له مسجد الاقصی څخه لوړو اسمانونو ته او له هغه ځای څخه بیا مقام الاعلی ته پورته شوی.
په دې مبارکې شپې کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته مبارکې نښانې وړاندې شوي؛ چې د هغوئ څخه: جنت دی؛ چې په کې هغه ثواب او نعمتونه وګوري چې خدائ جل جلاله د جنتیانو لپاره چمتو کړي دي، ترڅو صالحانو ته د هغې زیرۍ ورکړي، او همدارنګه هغه ته اور(دوزخ) وروښول شوی،چې هغه دردناک عذاب وویني چې خدائ جل جلاله د دوزخیانو لپاره چمتو کړي دی، او چي کفارو او مشرکین پرې وویروي.
او اللهﷻ په دې مبارکې شپې کې په نبی کریمﷺ او د هغه په امت باندې په یوه ورځ او شپه كې پنځه لمونځونه فرض کړل چې د پنځوسو لمونځونو د ثواب په برابر دي، او نبی کریم صلى عليه وسلم یې په لویو نعمتونو باندي ونازوه چې له هغه پرته د هغه نور وروڼه پیغمبرانو پري نه وه نازول شوي.
دا خبره په کتاب او سنتو کې ثابته شوې ده او صحابه کرامو او علماء کرامو پرې اتفاق کړی دی، دا هغه څه دي چې هیڅوک یې باید انکار ونه کړي، او د دی څخه سر غړونه یوازې هغه څوک کوی چي هغه متکبر او منحرف وي.