د ښځو تعلیم
پوښتنه
که مور او پلار او يا له هغوی څخه يو خپله لور له تعليم څخه منع کړي څه حکم لري؟
ځواب
اسلام د علم د زده کړې ته تشویق او هڅونه کړې او په ډېرو نصوصو کې يې د علم ترلاسه کوونکو ته لوړه مرتبه ورکړې، او په دې کې یې د نارینه او ښځینه ترمنځ هیڅ توپیر نه دی کړی، او د سپیڅلي شریعت د علم د ترلاسه کولو د هڅونې په اړه په بیانونو کې د نارینه او ښځینه تر منځ توپیر نه دی شوی، تعلیم ته د ښځې اړتیا د نارینه د اړتیا په څیر ده، او د خپلو لوڼو په زده کړه کې د والدینو بې غوري – له ښوونځيو څخه د هغوی منع کول او یا هغوی له زده کړو څخه ګوښه کول – له دې اصلی حق څخه محرومول دۍ.