ضعیف او موضوعي حدیث

Egypt's Dar Al-Ifta

ضعیف او موضوعي حدیث

پوښتنه

ضعیف حدیث كوم دی او د هغه او د موضوعي حدیث تر منځ فرق څه دی، او آیا په  ضعیف حدیث باندي عمل کول روا دی او په کومه برخو کې؟

ځواب

ضعیف حدیث هغه دی چې د صحیح حدیث او  یا د حسن حدیث یو او یا څو شرطونه په کې نوي، او ضعیف هغه دی چې د ضعف علت یې د راوی په  ضبط(حافظ) کې وي چي هغه  دراوي د ضعف لامل و ګرځي، او په عدالت کې یې نقصان نه وي، ځکه هغه راوي چې په عدالت کې یې علت وي د هغه روایت جبیره او متابعه نه کیږي، لکه دروغجن راوی  او وضاع هغه څوک چی له خپل ځانه څخه په عمدي توګه  حدیث جوړه وي، او په اړه یې  رسول الله ﷺ فرمایي: «من كذب عليَّ متعمدًا؛ فليتبوأ مقعده من النار» متفق عليه.

ژباړه: «څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ وايي، د دوزخ په اور کې دې ځان ته ځای جوړ وي». او علماء کرام په دي نظر دي چي کوم راوي چې په  ضبط کې نقصان ولري نو کیدای شي د روایت په ټولو طریقو سره را جمع کیدو سره یې جبران وشي او دحسن لغیره مرحلی ته ورسیږي، او د ضرورت په صورت کې په شرعي احکامو کې عمل پري کيږي او ضعيف حديث په عموم کې د اعمالو به  فضایل کې اخيستل کيږي، لکه ترهیب(ویرونې) او ترغیب (هڅول) کې  د ثواب او عذاب ذکر کولو کې  چې اصل یې ثابت وي، د مور او پلار سره نيکي کولو باره، تسبیح، ذکر او داسی نورو نیک اعمالو په فضائلو کي.

او موضوعي حدیث،  چې په رسولﷺ باندې دروغ جوړ کړی شوی  وي، د هغه په ټولو طریقو سره جبیره نه کیږي، او په نورو روایاتو نه قوي کیږي، او حتی د هغی روایت هم نکیږي مګر د دې بیان لپاره چي دا جوړ کړی شوی حدیث دی،او په فضایل د اعمالو کي او په  شرعي احکامو کي هغه نه اغستل کيږي.

Share this:

Related Fatwas