د نړۍ د هېوادونو په اړه د اسلامي تص...

Egypt's Dar Al-Ifta

د نړۍ د هېوادونو په اړه د اسلامي تصور

پوښتنه

په اوسني عصر کې د نړۍ د هېوادونو په وړاندې د اسلامي تصور بڼه څه ده؟ آيا دا د هر هغه څه په اړه چې اسلامي نه وي د دښمنۍ تصور دی؟

ځواب

اوسنی نړیوال واقعیت چې په کې نړیوالو سازمانونو او تړونونو شاملیږي چې  ټولو اسلامي هیوادونو د هغې په تاسیس، غړیتوب او تایید کې برخه اخیستې او د امت  د علماوو او د فقهې مجامعو لخوا منل شوې ده. دا ټول د دې تقاضا کوی چې نړۍ ته د دار سلام، دعوت او عهد په توګه وکتل شي. ځکه چې په دې کې د مسلمانانو په فردی او ټولنیزه توګه مصلحت دی؛ دوی د ځمکې ختیځ او لویدیځ ته په خوندي او سوله ایزه توګه سفر کوي. ځینې ​​یې په هغو هېوادونو کې مېشت دي چې د اسلام احکام پکې واکمن نه دي، خو مسلمانان هلته د عبادت آزادۍ څخه برخمن دي.

رسول الله ﷺ د  معاهد د وینو او مال په حرمت ټینګار کړی - که څه هم هغه مسلمان شوی نه وي-.

او فرمایي: « آګاه اوسئ چا چې په معاهد ظلم وکړ او د هغی حق یی کم کړ او یا یی د هغه د توان څخه په زیات څه مکلف  کړ، او یا یې د هغه د رضایت پرته ورڅخه څه واخیستل زه په یې د قیامت په ورځ حق غوښتوکی یم، آګاه اوسئ او چا چې هغه معاهد  وواژه چې د الله او هغه د سول په امان کې وي؛ د جنت بوی به - هم - حس نه کړي، حال دا چې بوی یې د څلوېښت کالو په واټن کې موندل کیږي». أخرجه البيهقي.

د نورو د تکفیرولو په مسله کې که هغه د افرادو، دولتونه یا هم  ټولنو وي باید احتیاط وشي، او یوازې د متخصصو علماوو یا د هغه چا لخوا چې د فتوا ورکولو وړتیا ولري او د معتبر قاضي لخوا په صادر شوي حکم سره باید ترسره شي، امام ابن حجر رحمه الله فرمايي: "مفتي بايد په تکفیر کې  د امکان تر حده له احتياط څخه کار واخلي، ځکه چي خطر ډیر دی او غالبا تکفیر مقصد نوي په خاصه توګه د عامو خلکو په منځ کې".

او څوک چې له دې حقیقت څخه انکار کوي او د خلکو په ژوند باندې لوبې کوي هغه د اسلام او مسلمانانو له نظام څخه بهر دی.

Share this:

Related Fatwas