د موازي دین نظریه

Egypt's Dar Al-Ifta

د موازي دین نظریه

پوښتنه

د تکفیری حرکتونو د پیروانو نښې څه دی چی لارښوونې د اسلامی دین له لارښوونو سره په ټکر کی دي؟

ځواب

 د اسلام دين د بنده او د هغه د رب تر منځ د سپڅلې اړيکه ده، او دا یو علم دی چې خپلې سرچينې او مراجع لري، چي  له اصلي سرچینو څخه اخیستل کیږي او د هغو کسانو څخه چې په دې کې تخصص ولري؛ او د هغه ترټولو غوره نښانو څخه دا وې چې هغه د خپل اهل لخوا نه معتمد وي.

کله چې یو شخص نشي کولی د دې علمي قواعدو مطابق د دین زده کړه وکړي، نو هغه د زده کړې مسله کې د ځان د توجیه کولو په وجه حیلو او چلونو ته مخ کوي، او دا هغه څه دي چې افراطیان یې کوي؛ او چیرته چې تروریستي جریانونه هڅه کوي د دین د اعتدال لپاره او د هغه څه لپاره چې امت په پیړیو پیړیو کې په دلیلونو کې، او د پوهی په طریقه، او د هغې د پلي کولو په لاره، د علماء او د هغو په وړتیاوو کې پرې اعتماد کړې دي بدیل وړاندې کړي، او بلکه د امامانو مقدسات په خیالي مقدساتو سره بدل کړي، او دا د هغه ډول دی چې کیدای شي هغه  مغشوش او یا خیالي تدین ونومول شي؛ او د موازي دین څخه مراد دهم دا دی، چي فرد یا ډله د ځان لپاره خپل موازي سرچینې، موازي حوالې، او هغوئ  دصحیح موازي اصول جوړ کړي، او چې دا بیا د پرله پسې نسلونو په وسیله شدید افتراق او یا لویه ګمراهۍ ته وده کوي او اوړي،

او په ذهن کې  د دي مثال داسي دی لکه چي یو سړی د شیشې مخې ته ولاړ وي، او د هغه عکس ورته انعکاس وکړي، نو هغه دا فکر کوي چې د عکس انعکاس اصل دی خو حقیقت کې داسی نه ده، بلکه دا یو وهم دی چې هغه په خیال کې ​​​​غالب شوې دی، او حقیقت برعکس دی، ځکه چې په شیشه کې  ېي یوازې د انځور انعکاس دی،  هغه اصل نه دی.

او متوازی دین عبارت دی مقابل ګرځول دي د هغه دین  چې عام شعائر دي، د هغه ځانګړو شعائرو چې ډیری یې ظاهري دي، او هر هغه څوک چې په دې ظاهري شیانو باندې عمل کوي نو پر  هغه باندي د دیندارۍ،  او په حق والي او په سمه لاره روان حکم کوي، او له هغوی پرته نور څوک په باطل او بدعت تورن وي، چې ګویا کـې خلک - مسلمانان - په یوه کونج کې دي، او ځینې په بله کونج کې دي، ولو که دوی په ځینو شعاییرو باندي منګولې لګولي چې د هغۍ په اساس باندي په هر کس په تنهایی د اسلام حکم کیږي.

Share this:

Related Fatwas