د سندرو اورېدل

Egypt's Dar Al-Ifta

د سندرو اورېدل

پوښتنه

د سندرو اورېدل څه حکم لري او په دې اړه شرعي قواعد څه دي؟

ځواب

په اسلامي شریعت کې سندرې په مطلقه توګه حرامې ندي، په ډیرو احادیثو کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ګناه پرته د ترانو، شعر او سندرو ویلو څخه منع نه ده کړې بلکې سکوت یې کړی.

لکه څنګه چې د عایشه رضی الله عنها څخه په دې حدیث روایت شوی چې فرمايي:«رسول اللهﷺ په داسی حال کې زما خواته راغی چې ما سره دوه وړي جینۍ وي او بعاث(د اوس او خزرج د جګړې ځای چې عربو ویلی وی ) سندرو یې  سندرې یې ویلي، نو رسول الله ډډه وهله، او مخ یې واړوه، او ابوبکر چې راغی زه یې سرزنش (منع) کړم او وویل: د رسول الله په مخ کې شیطان غږونه، نو رسول اللهﷺ وفرمايل: «هغوی به خپل حال پرېده» نو کله یې بام بلخوا نو په سترګو یې ورته اشاره وکړه او هغو وبهر ولاړې، او د اختر ورځ وه »(متَّفق عليه)، نو رسول اللهﷺ د دوو وړې جینکۍ په مباح الفاظو له سندرو ویلو څخه منع نه کړې چې د یو مناسبت ورځ يې د تفریح ​​په موخه سندرې ویلې او هغه د اختر ورځ وه، سندرې ویل خبرې دي، چې ښې ېې ښې دي او بدې يې بدې دي

او د شرایط مطابق د هغې په ​​اورېدلو کې شرعا کومه مانع نشته، چې له بدي وینا، فحش ویلو او د خواهشاتو د راپارولو او ورته د رابللو څخه خالي وي، او له فرضونو لکه د عبادتونو وختونو څخه بوختوونکې نه وي، او همدا راز له موسیقی سره سندرې هم، او موسيقي غږونه دي، ښه غږونه یې ښه دي، او بد غږونه یې بد دي، که چیري په هغي هم دا  شرایط په نظر كې ونيول شي، نو شرعا مباح ده او په اورېدلو كې يې څه حرج نشته.

Share this:

Related Fatwas