د جنازې ترتیب

Egypt's Dar Al-Ifta

د جنازې ترتیب

پوښتنه

د جنازو ترتیب څنګه دی که نارینه، ښځې او ماشومان وي؟

ځواب

که ډلییزه جنازه د یو جنس وي لکه نارینه، ښځې او ماشومان، په دوی کې به تر ټولو غوره جنازه وړاندې شي، او یا به یوه د بلې شاته کېښودل شي، او پیل به له  عمر او فضیلت لرونکي وشي او یا به له دوی څخه ځینې د ځینو شاته کیښودل شي، او یا دوی په یوه صف کې کیښودل شي، او امام د دوی په مینځ کې ودریږي او په دوی باندې به لمونځ وکړي، او که ټولې ښځينه وي له هغوی  سره به هم لکه د نارینه په شان وشي.

که هلکان او ښځې وي، نو هلکان دې د امام تر مخه کېښودل شي او ښځې دې ورپسې د قبلې په لور کیښودل شي.

که په جنازو کې نارینه او ښځې شاملې وي؛ نو په کوم څه چې د فقهي م‍ذهبونو اتفاق دي او له سلفو او اکثرو علماوو څخه روایت دی هغه دا دی چې نارینه د امام مخې ته کېښودل شي او ښځې د قبلې په لور کېښودل شي. که د ماشومان جنازې ورسره وي د نارينه د جنازو شاته دې کيښودل شي، او بیا د قبلې په لور د ښځو جنازې دې کیښودل شي.

Share this:

Related Fatwas