حدیث: زما د امت یوه ډله به تل حق ته پابنده وي.
پوښتنه
ډیری افراطیان په خلکو خپل تیريو کې دې حدیث ته استناد کوی«لا تزال طائفة من أمتي على الحق ظاهرين»ژباړه: « زما د امت یوه ډله به تل حق ته پابنده وي » نو آيا دا حدیث صحیح دی؟ او معنای څه ده؟
ځواب
دا یو له هغو حدیثونو څخه دی چې ځینې تکفیریان یې د حق د انحصار، په هغې سره په خلکو باندې د ځانونو لوړ ګڼلو لپاره پري استدلال کوي، او دا د غلطې پوهې او له هغې شرعي منظومې څخه چې امامانو په دې مقام د راغلو احادیثو د فهم لپاره وضعه کړي د وتلو پایله ده.
او د دې حدیث په صحت کې شک او تردید نشته،
او دا د یو حتمی پیښودونکي کَوني سنت په باره د خبرو ورکول په سیاق کې راغلی دی،او د یوې ډلې یا فرقې د تاسیس او بیان د باره نه دی راغلی، او هیڅ فرقه یا ډله نه باید هغه نوم یا ځانګړتیاوي ځان پورې منحصر کړي چې د دغی فرقې په ځانګړتیاوو کې بیان شوي، او د رسول اللهﷺ مراد د هغې فرقي ښودل نه دی، بلکې غواړي چې مونږ په ځان کې د دغو صفاتو د راوستلو لپار هڅه وکړو.
او همدا رنګه دا کار فساد منیځته راوړي که هر دعوه کوونکی د هغه څه دعوه وکړي چې هغه یې نه لري، نو خلکو څخه به مختلفې فرقې او بیلابیلو ډلو جوړې شي چې هره یوه به یې خپلې طریقې او فهم ته بلنه کوي: کیدای شي چې هغه فرقه په بیلابیلو مؤمنو ډلو ويشل شوې وي چې ځينې يې زړور جنګيالي وي، ځينې يې فقهاء وي، ځينې محديثین وي، ځينې يې پرهیزګاران وي، ځينې نور يې په نېکۍ امر کوونکي او له بديو څخه منع کوونکي او ځينې نور يې د نورو مختلفو ښیګڼو خاوندان وي. او دا اړینه نه ده چې دوی یوځای وي، بلکه ممکنه ده دوی په ټوله ځمکه کې ویشل شوي وي، او د حدیث مراد د مونږ دې ته هڅونه ده چې مونږ د حق خاوندان ووسو او نه دا چې حق انحصار کړو.