د افراطي د شخصیت نفسي انګېزې (3)

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطي د شخصیت نفسي انګېزې (3)

پوښتنه

د تندلاري په شخصیت باندې د انفرادي فکر او رواني اضطرابونو اغیزه څه ده؟

ځواب

کوم شخص چې د انفرادي فکر خاصیت لري نشي کولی چي د ورپیښېدونکو رواني فشارونو سره مقابله وکړي؛ ځکه  هغه  دا وړتیا نلري چي د دفاعي وسیلو، یا د تطابق سمو او پخو لارو څخه کار واخلي،بلکه هغه تل د دوو نقیضینو ترمنځ فکر کوي، او په چارو معتدل کنترول نلري، او هغه یا بریالی وي او یا هم ناکام،  او یا د خپلې ټولنې له لوري منفور دی او یا خپلې ټولنې ته محبوب، او همداسې نور؛ دا ټول د دې فرد لپاره د افراطي فکر قبولولو ته لاره هواره وي، او له همدي کبله له ​​افراطي ډلو سره یو ځای کیږي او دا احساس کوي چې دا ډلې هغه څه لري چې ده په ​​ټولنه کې ورک کړي وه، او دا ډلې د ده لپاره د هغه چاپیریال څخه لیرې د پناه په ځای بدلیږي، چې ده ورسره ګډ ژوند نشو کولی.  

خو ذهانی اضطراب یا  رواني اختلال یوه ناروغي ده چې ځینې خلک ورسره مخ کیږي، او دا عبارت دی  د هغو اختلالونو څخه چې ناروغ ته دا باور وکي چې ګویا هغه ترټولو مخلص دی او یا لوئ رهبر دی چې انسانیت رهبري کوي، او دا هغه وخت د شدیدو اختلالونو لامل کیږي کله چې فرد د دې باورونو په پټولو کې پاتې راشي یا یې دهغه څه مطابق د څرګندولو هڅه وکړي، چې دی پرې باور لري، او دا د دې فرد په نزد د فکري افراطیت او د ټولنې په وړاندې د تاوتریخوالي د چلند احتمال قوي کوي.

Share this:

Related Fatwas