فتوا صادرول او دعوت

Egypt's Dar Al-Ifta

فتوا صادرول او دعوت

پوښتنه

د فتوا او دعوت ترمنځ توپیر څه دی؟

ځواب

د ودعوت او فتوا تر منځ توپیر په دې کې څرګندېږي چې د دعوت د کار اساس د دین اصولو ته لکه احکامو، معاملاتو او اخلاقو ته د ټولو خلکو د لارښوونې، تبلیغ او خطابې بنا وي، په داسې حال کې چې فتوا یو دقیق او مشخص کار دی چې په ځانګړو واقعو او معینو پیښو کې د شرعې حکم د بیان د غوښتنې په حالت کې ترسره کیږي.

مفتي کولای شي د مبلغ او خدای لار ته د دعوت کوونکي دنده ترسره کړي، مګر مبلغ نشي کولی د مفتي موقف خپل کړي او د خلکو په منځ کې فتوا صادره کړي – ترڅو چې په دې برخه کې وړتیا ترلاسه کړي او بیا که چا تري پوښتنه وکړه فتوا ورکوی شي-؛ ځکه چې دا کار د ځانګړي منهج او شرایطو مطابق د تخصص او اجتهاد پر بنسټ ترسره کیږي- لکه څنګه چې یو ښه لوستی واعظ کولی شي بیان وکړي، او څوک چې د فتوا ورکولو وړتیا ولري ممکن خلکو ته په خطاب کولو او وینا کولو کې نیمګړتیاوې ولري- لکه څنګه چې دعوت په ښه بحث او مناظرې ترسره کیږي، خو د فتوا بیا داسیې نه وي، ځکه چې سوال کوونکی د فتوا غوښتنه د مناظرې او بحث په مقصد نه کوي، بلکې هدف يې په شرعي احکامو خبریدل او پوهه وي، دواړه افتاء او دعوت په دې کې سره موافق دي چې مفتي او دعوت کوونکی باید د سوال کوونکي او دعوت کیدوونکي حالت،  د وخت، ځای او تغیراتو مطابق په نظر کې ونیسي، دعوتګر باید د زړونو نرمولو، د خلکو په زړونو کې ویرې پیدا کولو او د هغوی د وجدانونو بیدارولو ته پاملرنه وکړي،خو مفتي باید د خلکو د عباداتو بڼه د صحیح کولو، د هغوی د معاملاتو د سمولو او هغوی ته د شرعي احکامو بیان پاملرنه وکړي، او دا کار د زړونو په نرمولو یا وعظ او نصیحت کولو پورې اړه نلري.

Share this:

Related Fatwas