شریعت او فقه

Egypt's Dar Al-Ifta

شریعت او فقه

پوښتنه

د شریعت او فقه تر منځ توپیر څه دی؟

ځواب

د فقه او شريعت تر منځ توپير دا دی چې شريعت د اللهﷻ له کتاب او د رسول اللهﷺ له سنتو څخه د اخستل شويو د عمومي قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په کې عملي، عقیدوي، اخلاق، او د معاملاتو احکام شامل دي، او د خلکو تر منځ او د خلکو او د هغوی د خالق تر منځ تعامل تنظیم وي، په داسې حال کې چې فقه یوازې په عملي شرعي احکامو پورې اړه لري، چې دا د پیړیو په اوږدو کې د شرعي منابعو څخه د مجتهدینو امامانو استنباط او عمل دی، چې له دې څخه ځینې یې ثابت او ځینې یې متغیر او متجدد دي، چې په هغو کې د واقعتونو، حالاتو، وخت او ځای بدلون او تجدید په نظر کې نیول شوی دی؛ نو شريعت عام،ثابت او نه بدليدونکی دی او فقه خاصه ده، تجديد او تغير منونكې او په اجتهاد او نظر ولاړه ده،

همدا ډول په يو مسلمان باندې د شريعت پابندي که هغه د مکلفيت شرطونه پوره کړي لازمه ده، او هغه په ټولو احکامو  د عقيدې، اخلاقو او سلوكو چې شريعت پرې امر کړی مکلف دی، په داسې حال کې چې يو مسلمان ته اجازه شته چې د امامانو مذهبونو څخه يو غوره کړي، همدا ډول شريعت د ټولو زمانو او ځايونو لپاره وړ دي، په داسې حال کې چې فقه اجتهاد دی، کېدای شي د يو وخت لپاره مناسبه وي خو په بل وخت کې نه وي، يا د يو ځانګړي ځای او چاپېريال لپاره مناسبه وي خو بل وخت نه وي،

دا توپیر له اصطلاحي معناګانو څخه ده، که نه نو فقه د شریعت یوه برخه ده. ځکه چې هغه د شریعت فهم او په هغې د اجتهاد او عمل کولو  ثمره ده.

Share this:

Related Fatwas