غیر اسلامي هیوادونو ته سفر کول
پوښتنه
غیر اسلامي هیوادونو ته د سفر او هلته د استوګنې حکم څه دی؟
ځواب
هغو هېوادونو ته سفر کولو چې خلک او اوسېدونکي يې اکثره کافران وي شرعا کوم ممانعت نه لري ، تر هغه چې د سفر انګېزه او سبب مشروع چاره وي. لکه د زده کړې، کار، تجارت، د کسب، سیاحت او داسې نورو په موخه سفر کول، او د دې په پام کې نیولو سره چې مسلمان مسافر د خپل دین په اړه په فتنې کې له واقع کیدو، او د خپل ځان او عزت په اړه ډاډمن وي. او هغه په دې ډاډه وي چې د خپل دين پرېښودلو او يا د شرعي محرماتو ترسره کولو ته لکه شراب څښل او يا د فحشا ارتکاب لکه زنا، غلا او داسې نورو، چې الله تعالی ترې منعه کړی دی نه مجبوره کېږي،
او دا چې د خپل دين مناسک په آزاده او آرامه توګه پرته له کوم ممانعت ترسره کړی شي، چې دا مناسک هغه شرعي فرائض دي چې په هغې کې هيڅ اختلاف نشته، لکه د فرض لمونځ ادا کول، که دا ټول تر سره شي، نو د مسلمان لپاره په غیر مسلمان هیوادونو کې استوګنه جواز لري. ، او د دې دلیل د رسول اللهﷺ خپل تره عباس بن عبدالمطلب ته د مکې د فتحې د مخه په مکه کې د استوګنې اجازه ورکول دي؛ دا ځکه چې هغه د خپل ځان امنيت او په خپل دين کې د فتنې له وېرېږي څخه ډاډمن وه، که په مسافر کې دغه شرطونه پوره نه شي، نو سفر پرې حرام دی.