الله تعالی ته د مکان نسبت

Egypt's Dar Al-Ifta

الله تعالی ته د مکان نسبت

پوښتنه

آیا اشاعره الله تعالی ته دا نسبت کوي چې هغه په ​​هر مکان کې دی؟

ځواب

اشاعره حضرات دا نه وایی چی خدای سبحانه وتعالي په هر مكان کې دی، بلکی د هغوی څخه یو هم دا نه دي ویلي، او کوم څه معلوم دي داده چی اشاعره حضرات په خپلې  عقیدوي تګلاره کې له الله تعالی څخه د مکان او جهت د نفې تایید کوي. نو دوی د الله تعالی لپاره د هغه په ذات او صفاتو کې د تنزیه او تقدیس قایل دې، دوی اهل سنت والجماعت دي چې د امت اکثریت سلف او خلف او نامتو عالمان د هغوی د عقیدې پیروي کوي، ځکه چې څنګه یو مکان کولی شي په خپل خالق احتوا ولري او له دې څخه خو یې په مکان کې حلول یا په هغي باندې یې تحیز لازمیږي او د الله تعالی ذات له هغي څخه خورا ډیر لوړ دی چې د دې نسبت ورته وشي،

عبدالقاهر البغدادي وايي:" دوی په دې اجماع کړې ده چې هغه نه مکان احتوا کوی شي او نه زمان پري جاری کیږي" یعنی اشاعره وو اجماع کړې او دا د سلفو صحابوو «رضوان الله عليهم» عقیده ده، امام علی (رضيَ الله عنه) فرمایی: خدای وو هغه وخت چې مکان نه وه او هغه اوس هم لکه څنګه چې هغه وه دی." يعنې مکان چې حادث مخلوق دی د الله سبحانه تعالی د ذات احتوای نه شي کولی، د خبري خلاصه دا چې کیدای شي چا دا ګمان کړی وي چې اشاعره دا خبره کوی، د هغوی دې قول ته په کتلو سره چې وايي: هغه(الله سبحانه وتعالی) په خپل علم سره په ټولو شیانو احاطه لري، هیڅ مکان او نه هم هیڅ زمان شتون لري مګر دا چې الله سبحانه وتعالی پری احاطه ولري، خو د اشاعره وو داخبر برخلاف د هغه څه ده چې دوی ګمان کوي.

Share this:

Related Fatwas