د اوداسه پرته د قرآن کریم تلاوت کول
پوښتنه
آیا بی اودسه د قرآن کریم تلاوت جواز لري؟
ځواب
جواب: بی اودسه د قرآن کریم تلاوت کول شرعي ممانعت نه لري، او مستحب دا ده چې ورقي قرآن کریم بی اودسه لمس نه شي؛ ترڅو په دې آیت عمل وشي:
﴿لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ﴾ [الواقعة: 79]، ژباړه:«نه دې مسح كوي مګر پاكان» برخلاف دې الکترونیکې قرآن؛ هغه بې اودسه لمس کول مشکل نه لري؛ ځکه چې په هغه باندې د شرعي قرآن احکام نه پلي کیږي.
والله سبحانه تعالي اعلم.