د "تاوان اخیستلو" شرعي حکم څه دی

Egypt's Dar Al-Ifta

د "تاوان اخیستلو" شرعي حکم څه دی

پوښتنه

که يو مسلمان د بل چا له مال څخه يو څه زيانمن کړي، نو آيا د هغي تاوان ورکول واجب دي،او د تاوان اخیستلو حکم څه دی؟

ځواب

د تاوان اخیستل، چې ځینې خلک ورته "تعویض یا عوض" هم وایي، چې کله د ځانګړو جهتونو له لوري لکه د قضاء او په شخړو کې د منځکړو له لوری حکم پرې شوي وي، نو ګټه ترې پورته کول شرعا جایز دي، او هیڅ شرعي حرمت په کې نشته، او په ضمانت کې د خطائی او قصدي  ترمنځ توپیر نشته، او همدارنګه که شخص ماشوم وي، لیونی، ویده یا جاهل هم وي دا ټول په ضمانت کې تاثیر نه لري؛ ځکه فقهاء د حقوقو د ساتنې او په اموالو د تیري د مخنیوي لپاره چې د ژوند اساس دي، د ضمانت په مشروعیت اتفاق لري. او همدارنګه فقهاء اتفاق لري چې زیان رسول د ضامن والي له سببونو څخه یو سبب دی؛ که یو شخص د چا مال په قصدي یا خطائي توګه زیانمن کړ، نو په هغه ضمانت لازمیږي، او د اموالو ضمانت په هغه شیانو کې چې مثل لري په مثل وي؛ د اللهﷻ د دې قول له په اساس: ﴿وإن عاقَبتم فعاقِبُوا بمِثلِ ما عُوقِبتم به﴾ [النحل: 126]،ژباړه«او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې څومره په تاسو تیری شوی وي» او په هغه شیانو کې چې مثل نه لري قیمت ورکول کیږي، او قیمت د زیانمن کیدو د ورځې په اساس ټاکل کیږي، او اندازه يې قاضي او یا د هغه ځای ناستی ټاکي.

Share this:

Related Fatwas