صلاة التوبة (د توبې لمونځ)
پوښتنه
د توبي د لمونځ حکم څه دی؟ او کله ترسره کیږي؟
ځواب
له ابو بکر رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله ﷺ څخه مې واوریدل چې ویل یې" هیڅ څوک به نوي چې له ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي، بیا ولاړ شي او اودس وکړي، بیا لمونځ وکړي له اللهﷻ څخه بښنه وغواړي مګر دا چې اللهﷻ به ورته بښنه وکړي» بیا نبی کریم ﷺ دا آیت تلاوت کړ: {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} [آل عمران: 135] ژباړه« او كوم كسان چي كله كومه د شرم ناروا چاره ور څخه صادريږي، يا كله د کومي ګناه په كولو هغوى پر خپل ځان ظلم كوي؛ نو ورسره جوخت الله ور یاديږي او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي؛» (ترمذی رحمه الله په خپل سنن کي ذکر کړی)، نو دا حدیث د توبې د لمونځ په مشروعیت دلالت کوي، او دا د څلور واړو مذاهبو په اتفاق مستحب کار دی، نو مسلمان ته مستحب ده چې کله په ګناه کې واقع شي، چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا دوه رکعته لمونځ وکړي او په کې د قبلي حضور کوشش ولري او اللهﷻ ته خشوع وکړي، بیا له اللهﷻ څخه بښنه وغواړي، نو الله تعالی به په خپل کرم سره ورته بښنه وکړي، او همدارنګه پرې لازم دي چې د توبې شرطونه پوره کړي، دا چې ګناه ته د بیا نه راستنیدو عزم ولري، او که چيري هغه ګناه د انسان په حق پورې تړلي هغه وروګرځوي.
والله أعلم