صله رحمې (خپلوي پالل)

Egypt's Dar Al-Ifta

صله رحمې (خپلوي پالل)

پوښتنه

د صله رحمې یا خپلوي پالنې کیفیت څه دی؟

ځواب

صله رحمې یا خپلوي پالنه  ټولنه کې د اړیکو پیاوړتیا ته د اسلام د پاملرنې یو نښانه ده. الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَاتَّقُوا اللهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ﴾ [النساء: 1]، ژباړه: «له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ.» یعنی په اړیګو وویرېږئ چې پرې یې نکړي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، د خپلوۍ پالل او له خپلوانو سره په مهربانۍ او د نیک چلند بدله په ژوند او عمر کې برکت دی. او رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلی: « که څوک خوښ ګڼي چې روزي یې پراخه شي او په عمر کې یې زیاتوالی راشي، نو رحم (خپلوي) دې وپالي »

او همداراز شريعت د خپلوي پرې كولو څخه منع كړي او ويلي يې دي چې دا د جاهلیت له ځانګړنه څخه شمیرل کیږي او د خداى له دين څخه لیری والی دى. او الله تعالی فرمایې: ﴿فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ﴾ [محمد: 22]. ژباړه« اوس آیا ستاسو څخه (اې منافقانو) له دې پرته نور څه هيله کېدای شي چي كه قدرت په لاس درشي يا (د اطاعت څخه) په شا واوړئ، نو په ځمکه کې به فساد جوړ کړئ او پخپلو منځو کې به خپلولۍ پرې کړئ» او له همدې امله د خپلوی اړیکې ساتل واجب دي.

د کورنۍ اړیکې ساتل یوازې د لیدنو او راشه درشه پورې محدودې ندي، بلکه د اړیکو د نورو وسیلو له لارې هم ترسره کیږي. لکه ډالۍ، اړیکه نیول، لیکنه، سلامونه لیږل او داسې نور.

د خپلوۍ اړيکي ساتل يوازې د نیکیو جواب په نیکيو د ورکولو مجامله نه ده او د نیکۍ په ورته نیکۍ جواب انتظار نه دي، بلکې هغه بالمثل بدل ته له انتطار پرته د اړيکو په ساتلو کې دوام دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: " خپلوي پالونکی هغه څوک ندی چې د نیکۍ بدل کې نیکي وکړي، بلکه هغه څوک دی چې کله ورسره خپلوي پرې کړای شي هغه یې بیرته ورغوي."

Share this:

Related Fatwas