په نیک کار کې مرسته
پوښتنه
د باران له اوبو څخه د سړکونو په وچولو کې په رضاکارانه ګډون څومره ثواب لري؟
ځواب
د خلکو لپاره ټاکل شوي ځایونو کې د باران له اوبو څخه د سړکونو په پاکولو او هغه ځانګړي ځایونه ته يې په برابر ولو کې په رضاکارانه ډول له متخصصینو سره مثبته همکاري کول، د الله تعالی په نزد لوی اجر لري؛ ټاکل شویو ځایونو ته د باران د اوبو په ایستلو سره د سړکونو او لارو وچول او پاکول مستحب عمل دی، همدارنګه انسان ته د الله تعالی په نزد دا کار لوئ اجر لري؛ د خلکو له لارې څخه د ضرر لرونکې شي لرې کول د ايمان يوه څانګه ده، علماء کرامو ويلي دي چې له لارې څخه د ضرر ليرې کولو مراد د هغه څه لرې کول دي چې خلکو ته ضرر رسوي لکه تيږې، د باران اوبه، خټې، اغزي او داسې نور مضر شیان، همدارنګه له ناهموار ځایونو څخه د ونو پرې کول، او دا ټول لیرې کول مستحب دي، او ځینې یې د وجوب درجې ته رسوي، لکه د لارې په مینځ کې چې څاه وي، او دا ویره موجود وې چې ړوند، ماشوم او حیوان په کې وغورځیږي ، ځکه دا باید لیرې کړی شي، او یا پرې دیوال جوړ کړي که چیرې دا پیاده تلونکو ته زیان ونه لري.