دیني تعصب او تشدد
پوښتنه
په ټولنه باندې د دیني تعصب او تشدد اغیزې څه دي؟
ځواب
د تعصب ټول ډولونه د مذهبي افراطیت په څیر دي، دواړه د دین او ژوند ټولې چارې فاسدوي، او دواړه ټولنیزه سوله زیانمنوي او په وطنونو کې کرکې او نفاق ته لمن وهي، په داسی حال کې چې دا امت او شریعت یې په منځلاریتوب ستایل شوي. اللهﷻ فرمايي:{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا}[البقره: ۱۴۳] ژباړه: «او په همدې ډول مونږ تاسو وسط اُمت (غوره امت) ګرځولي ياست چي تاسو پر خلکو شاهدان او پېغمبر پر تاسړ شاهد اوسي» او افراط او تفرقه يې د انسانيت د تکامل څخه د محروميت يوه بڼه او بدو خواهشاتو او د شهواتو ککړتیا ته ورګرځېدل بللي.