اسراء او معراج
پوښتنه
د اسراء او معراج په سفر کې کومې پېښې رامنځته شوې؟
ځواب
نبی کریمﷺ د شپې په ویښه له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته بوتلل شو، او هلته ته یې بیا ملائکو او انبیاؤ علیهم السلام ته لمونځ ورکړی،او بیا نبي کریمﷺ، د بیدارۍ په حالت کې له مسجد الاقصی څخه لوړو اسمانونو سدرة المنتهى ته پورته کړی شو.
په دې مبارکې شپې کې نبي کریمﷺ ته جنت وړاندې شو؛ چې په کې هغه ثواب او نعمتونه وګوري چې خدائ جل جلاله د جنتیانو لپاره چمتو کړي دي، ترڅو صالحانو ته د هغې زیرۍ ورکړي، او همدارنګه هغه ته اور(دوزخ) وروښول شوی،چې هغه دردناک عذاب وویني چې خدائ جل جلاله د دوزخیانو لپاره چمتو کړي دی، او چي کفارو او مشرکین پرې وویروي.
او د خپل رب لوی نښانې یې ولیدلې لکه د جبریل علیه السلام صورت په کوم صورت چې الله پیدا کړی، چې (۶۰۰) وزرې لري، او السدرة (په جنت کی یو ونه) ولیده او کوم څه چي د الله په امر پرې غوړول شوي دي. او خپل رب جل وعلا یې ولیده پرته له کوم ارتسام او شعاوو له اتصال څخه، او د کوم حجاب او واسطی پرته یې الله سبحانه وتعالی سره خبرې وکړي: ﴿فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى﴾ [النجم: 10-11]. ژباړه:« هله نو د الله بنده ته یې هره وحيي چي هغه ته رسېدونكې وه، ورسولهسترګو چي څه وليدل، زړه په هغه کې درواغ ګډ نه کړل»
او اللهﷻ په دې مبارکې شپې کې په نبی کریمﷺ او د هغه په امت باندې په یوه ورځ او شپه كې پنځه لمونځونه فرض کړل چې د پنځوسو لمونځونو د ثواب په برابر دي، او نبی کریم صلى عليه وسلم یې په لویو نعمتونو باندي ونازوه چې له هغه پرته د هغه نور وروڼه پیغمبرانو پري نه وه نازول شوي. او دا د جمهورو علماوو محدثینو متکلمینو او فقهاوو خبره ده په اړه یې صحیح شرعي نصوص راغلي دي.