د خوړو ورکولو فضیلت

Egypt's Dar Al-Ifta

د خوړو ورکولو فضیلت

پوښتنه

په اسلام کې د خوړو ورکولو فضیلت څه دی؟

ځواب

د قرآن او سنتو نصوص بیانوي چې خواړه ورکول د خدای تعالی په نزد یو له خورا محبوب عملونو څخه دی او د قبلیدو ډیر امید یې کیږي، حتی دا چې خدای تعالی دا جنت ته د ننوتلو یو لامل ګرځولی. خدای تعالی د خپلو مومنو بندګانو په ستاینه کې فرمايي: ﴿وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ﴾ [الإنسان: 8]، ژباړه:« او د الله په مينه کئ (مسكين، يتيم او بندي ته) خواړه وركوي» او عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت شوي چې: یو شخص له رسول اللهﷺ څخه وپوښتل: د اسلام کوم خوی بهتره دی؟ نبی کریم ﷺ وفرمایل:« دا چې چاته خوراک ورکړې او په آشنا او نا آشنا كس سلام واچوئ» منفق عليه

او علي ابن ابي طالب رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په جنت کې داسی کوټې دي چې له منځه نه یې مخ ښکاري او له مخ نه یې منځ» نو یو اعرابی ودریده او وې ویل: دا د چا لپاره دې یا رسول الله؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« څوک چې ښې خبرې کوي، او خواړه ورکوي، په روزي مداومت كوي، او د شپې چې خلک ویده وي لمونځ کوي » امام احمد روایت کړی.

Share this:

Related Fatwas