له لمانځه وروسته «حرما» کلمه ویل
پوښتنه
له لمانځه وروسته «حرما» کلمې ویلو حکم؟
ځواب
له لمانځه وروسته د ځینې لمونځ کوونکو له لوري یو بل ته د «حرما» کلمي ویل د دعا له جملې څخه ده، یعني په حرم کې لمونځ وکړئ، له لمانځه وروسته د لمونځ کوونکو له لوري یو بل په داسې الفاظو چې دوی ته آسانه وي دعا کول روا دي، او له دې څخه انکار جواز نه لري، ځکه چې دعا په اصل کې جواز لري، او له لمانځه وروسته ترسره کول یې مشروعیت لا تاییدوي او مستحب والی یې قوي کوي، نو که د مسلمان له لوری خپل ورور ته وي د قبولیدو امید یې هم شته، او سلفو او خلفو مسلمانانو عادت هم دی، او له دې څخه انکار او یا یې بدعت بلل یو ډول تشدد او تغیر دی چې الله او د هغه د رسول یې نه خوښوي.