د مباح الکتروتیکی تفریحې لوبو شرع...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مباح الکتروتیکی تفریحې لوبو شرعي شرایط

پوښتنه

آیا د مباح الکترونیکي تفریحي لوبو لپاره شرعي شرایط  شتون لري. 

ځواب

 شرعا دا ثابته ده چې په اصل کې تفريح، لوبې او ساعت تيري کول مباح دي، ترڅو چې داسی یو څه پکې شامل نوي چې شریعت یې منع کړې او كه داسې وي نو بیا منع دي ځکه چې د الله تعالی د دې قول په عمومي حکم کې شاملیږي: ﴿أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾ [يوسف: 12] ژباړه:"سبا هغه زمونږ سره ولېږه، يو څه مېوه دانه به وخوري او لوبي او ساعت تيری به هم وکړي. مونږ د هغه د ساتني او څارني لپاره موجود يوو" امام طبري په "جامع البيان" (15/ 570-571) ویلي: [ابن عباس رضی الله عنه د کله وویلې : ﴿يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ﴾ ، وویلې  ساتيري، نشاط او زغاسته... او له ضحاک څخه روایت دی وایي: ساتيري وکي او لوبې].

اسلامي شریعت چې کله لوبې او ساتیری مباح ګرځولی او د ماشوم او لوی ترمنځ یې توپیر ندی کړی؛ چې هر یو یې د خپل حال مناسب کوي خو خپل شرایط لري چی باید پکې مراعت شي؛ له هغوی څخه : دا  چی لوبه د روږدي کیدو سبب نشی، چې حرام پکې شامل نوي لکه قمار او تاوتریخوالی او داسی نور، او چې لوبی د الله د حقوقو ضایع کیدو سبب نشي لکه عبادتونه لمونځ او دی ته ورته، او د بنداګانو د حقوقو د ضایع کیدو سبب نشی په سرکې یې د کورنۍ او همدارنګه مطالعه او د علم زده کړه.

Share this:

Related Fatwas