د ماشومانو د لوبو توکي جوړول
پوښتنه
د ماشومانو د لوبو او نانځکو جوړول څه حکم لري؟
ځواب
تر څو چې دغه پورته ذکر شوي د لوبو توکي بې حیايي، فسق او د حرامو څیزونو ارتکاب ته هڅونه نه کوي او د هر ډول عبادت له ګمان څخه خالي وي. نو کوم شرعي حرمت پکې نشته او د ام المؤمنین عائشه رضی الله عنها په اړه روایت شوې دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله له هغې سره واده وکړ او کله چې ناوې راوړل شوه نو ورسره خپل د لوبی توکي وه.