د مړي پوهه خپرول

Egypt's Dar Al-Ifta

د مړي پوهه خپرول

پوښتنه

شریعت څنګه د مړو  د پوهې د خپرولو په اړه هڅونه کړې او د پټولو په اړه یې خبرداری ورکړی؟

ځواب

د وارث (اولادې) له خپل مورث سره د نیکۍ یو له لویو اسبابو څخه داده چې د هغه د علم په خپراوي کې هڅه وکړي او پټ یې نه کړي.

او څومره علمي میراثونه د وارثانو له لوري د خپل مورث په پوهه کې د بخل او هغه ځان ته د منحصر کولو او له خلکو څخه  د لیري ساتلو، او یا د هغې په خپرولو کې د غفلت کولو او په داسې ځایونو کې د هغې نه کیښودل چې خلک ترې ګټه پورته کړي امله له منځه تللي، که چیري دوی دا پوهه نشر کړی وی او خلکو ته یې د استفادي  اجازه ورکړي وی نو دا به یې د خاوند د منزلت او نوم د لوړ والی او د ډیر ثواب سبب کرځیدلی وه چې پس له مرګ به ورته رسیده.

Share this:

Related Fatwas