په مرګ خوښي کول
پوښتنه
د بل چا په مرګ خوښي کول څه حکم لري؟
ځواب
نورو ته په ورپیښيدونکو مصیبتونو باندې خوښي ښودل، هغه که مرګ وي یا کوم بل مصیبت له بدو اخلاقو او قبیح صفاتو دی، نو ځکه شرعا جواز نه لري.
چاته په یو مصیبت ورپیښیدو، که هغه مرګ او یا د نورو مصیبتونو څخه وي خوښي کول شرعا ممنوع دي؛ ځکه دا هغه ناوړه خصلت دی چې نیک نفسونه ترې کرکه کوي او د مروت خاوندان ترې مخ اړوي، له وَاثِلَةَ بن الأَسْقَعِ رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل « د خپل ورور په مصیبت باندې خوښي مه کوه، که نه نو خدایﷻ به په هغه رحم وکړي او تا به پرې مبتلا کړي». (امام الترمذی روایت کړی) په ژوند کې د خدای کړنلاره او قاعده ده چې انسان په یو حالت کې ثابت نه پاتې کیږي. هغه که یوه ورځ د غم ژوند کوي او نو په ورځو په خوښۍ کې ژوند کوي، او همدارنګه مرګ هغه سرنوشت دی چې خدای تعالی په ټول مخلوق باندې مقرر کړی دی. هر انسان باید یوه ورځ مړ شي؛ نو هیڅوک باید د بل په مرګ خوښي ونه کړي، ځکه مرګ هغه شی دی چې انسان ترې نه خلاصیږي، که څه هم ژوند یې هرڅومره اوږد وي، الله تعالی فرمایلي دي: {كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ} [آل عمران: 185]. ژباړه:« هر ژوندي مخلوق د مرګ خوند څكونكى دى»