د لمانځه پر مهال د ښځې پښې ښکاره کيدل
Question
د لمانځه پر مهال د ښځې پښې ښکاره کيدل څه حکم لري؟
Answer
د لمانځه پر مهال بايد ښځه د مخ او لاسونو پرته خپل ټول بدن پټ کړي، که کومه ښځه داسې وي چې د پښو پټول ورته حرج سبب ګرځي او يا د ژوند له حالت سره یې مناسب نه وي، نو بايد د هغو فقهاوو تقليد وکړي، چې د پښو ښکاره کیدلو اجازه يې ورکړي ده، او د هغې لمونځ صحيح دى او په هغې باندي څه هم نشته.