داعش یوه ورانکاره خونړۍ ډله ده چې ه...

Egypt's Dar Al-Ifta

داعش یوه ورانکاره خونړۍ ډله ده چې هیڅ مشروعیت نه لري

پوښتنه

آیا د داعش ډله یوه شرعي ډله ده، او د اسلام استازیتوب کوي؟

ځواب

داعش ورانکارې خونړۍ ډله هیڅ مشروعیت نه لري او د اسلام استازولي نه کوي، بلکه اسلام د دوی ټولي کړني حرام بولي او مرتکبینو ته یې په دنیا او آخرت کي د شدید عقاب ګواښ کوي.

ځکه چې اسلام د سولې امن او د ټولو کایناتو دپاره د رحمت دین دی؛ اسلام هیڅ کله هم وینه نه ده تویه کړې او امن لرونکي یې نه دي ویرولي دا ټول برعکس د هغه څه دي چې داعش ډله یې د هغه خلافت د جوړولو دپاره ترسره کوي چې د دوی په ګمان یې ادعا لري چې د شرعیت د مقاصدو له ډیرو برخو سره  توافق نه لري:

خپله د خلافت مفهوم د خلفای راشدینو  له وخته تر اوسه تغیر او پرمختګ کړی دی؛ د پیړیو په تیریدو او د اسلام د لمنې له پراخیدو او د مسلمانانو د شمیر په زیاتیدو سره یواځې یو خلیفه نه دی پاتې چې په اسلامي نړۍ حاکم وي؛ اوس د هر یوي برخې حاکمیت د یو امام یا یو معین باچا په غاړه دي.

د جهاد د مفهوم وحشي او ناسم تطبیق د حاکم نظامونو سره په دښمنۍ او د بی ګنا مسلمانانو وژنه او  ښځې یې اسیرانول  او د مسلمانانو اموال په ناحقه او ظالمانه توګه اخیستل، په کومو ځاینو کې چې د داعش ډلې حاکمیت تیر شوی، د دې ټولو ظلمونو شاهدان دي.

کوم کارونه چې داعش کوي دا ناحقه او په ځمکه کې فساد خپرول دي او دوی د حرابې د حد مستحق ګرځوي، الله سبحانه وتعالی فرمایلی: ﴿إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾.[المائدة:33]  ژباړه :" بې شکه څوک چې له الله او د هغه رسول سره جنګيږي او په ځمکه کې د دی دپاره منډې ترړلې کوي چې فساد را ولاړ کړي، نو د هغوی سزا دا ده چې ووژل شي، یا په دار وځړول شي، یا یې لاسونه او پښې رد او بدلې غوڅې کړی شي، یا له وطنه وشړل شي. دا ذلت او سپکا وی خو د هغوی دپاره په دنیا کې دی، او په آخرت کې به د هغوی لپاره له دې څخه هم لویه سزا ده.

Share this:

Related Fatwas