د خوارجو په وړاندې د سلف صالح دریځ

Egypt's Dar Al-Ifta

د خوارجو په وړاندې د سلف صالح دریځ

پوښتنه

د خوارجو په وړاندې د سلف صالح دریځ څه دی؟

ځواب

د خوارجو سره په تعامل کې سلف صالح او په سر کې یې د صحابه کرامو  دریځ تند او قاطع وه، د امام علي بن ابی طالب «رضی الله عنه»  د خلافت په وخت کې د یوې اسلامې ډلې په توګه د خوارجو  له لمړي اغیزمن ظهور سره سم، علي بن ابی طالب«رضی الله عنه» په پیل کې هغوی ته عبدالله بن عباس «رضی الله عنه» ورولیږه، تر څو  د هغوی ګمراهي ورپه ګوته کړي او  هغه فکري سونزي چې دوی یې دې حد رسولي وه ورجواب کړي، نو هغوی څخه دیړه برخه یې له خپل ناسم فکر  په شا شول،او باقی يې په خپل دريځ او خروج ټینګ پاتې شوه. نو علی «رضی الله عنه» چې د وخت شرعي حاکم او د اسلامي امت ولی الامر وه، هغوی سره په توري فیصله وکړه،او د نبی کریم ﷺ د هغه وصیت تطبیق یې وکړ، چې فرمایي: «...هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ، طُوبَى لِمَنْ قَتَلَهُمْ وَقَتَلُوهُ، يَدْعُونَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِي شَيْءٍ، مَنْ قَاتَلَهُمْ كَانَ أَوْلَى بِاللَّهِ مِنْهُمْ...» [رواه أبو داود].

 ژباړه : هغوی بدترین خلک او مخلوقات دي،خوشبخته دی هغه څوک چې دوی ووژنې او یا د دوی په لاس ووژل شي،دوی به د الله کتاب ته به بلنه کوي، خو په خپله به د هغه څخه لرې وي،او چاچې دوی سره جګړه وکړه  هغه به د دوی څخه الله ته به حقه وي...".

Share this:

Related Fatwas