پخواني فقهي تراثو سره په ټوله کې د ...

Egypt's Dar Al-Ifta

پخواني فقهي تراثو سره په ټوله کې د ثابت او نه بدلیدونکو په توګه معامله کول د خوارجو په فکر کې د شاملیدو سببونه دی

پوښتنه

ولې پخواني فقهي تراثو سره په ټوله کې د ثابت او نه بدلیدونکو په توګه معامله کول د خوارجو په فکر  کې د شاملیدو سببونه دی؟

ځواب

له پخواني فقهی تراثو سره داسی تعامل كول چی ګواكې ټول یې ثابت او نه بدلیدونکي دي لویه غلطي ده،ځکه چی په ډیرو شرعي احکامو  د وخت او مکان تغير ډیره اغیزه لري،او په دې خبره د فقهاوو ترمنځ اتفاق دی ،او کله چې د زمان او مکان تغیر کم وی نو بیا كیدای شي په فتوا او حکم اغیز  ونه لری، كوم څه چی د اسلام لمړنیو  يو زر او دوه سوه  کالو کی لیدل کیږې، خو له هغی سره په مقایسه بيا کوم غـټ او بنیادیی بدلون کی د اتصالاتو او مواصلاتو په برخه د انقلاب څخه وروسته منځته را غلي له دوه پیړو رایسی پیل شوی، چې دي بدلونونو بیا نه یوازی د نړۍ شکل بدل کړی بلکه تغیر یی هم ګړندی کړی.  کوم چې د هر عصر په علماوو لازمه وي چی  دي کړندیو بدلونو سره سم په دوامداره توګه د داسی فقهی احکامو استخراج وکړي چې د دې سريع تغیر له شرايطو سره مناسب وي،خو دا هغه څه دي چی  تندلاري افراطیان پری نه پوهیږي، دوی د شرايطو سره نوی احکام بيا د پخوانیو له لاری جلا کیدل ګڼي، خو حقیقت دادی چې دا کار د پخوانیو فقهاءو عین لاره ده، ځکه هغوی هم د خپلو شرايطو د تغیر په نظر کی نیولو سره د خپلو اسلافو مخالفت کړی.

Share this:

Related Fatwas