د مفاهیمو اختلاط یو له سترو ناورینونو څخه دی چې کیدای شي ټولنه ورسره مخ شي.
پوښتنه
ولې د مفاهیمو اختلاط یو له سترو ناورینونو څخه بلل کیږي چې کیدای شي ټولنه ورسره مخ شي؟
او په ټولنیز ژوند کې یې بیلګي څه دي؟ او دا د افراطیت او تروریزم په خپریدو څه اغیزه لري؟.
ځواب
د مفاهیمو خلل او اختلاط د افراطیت او تروریزم د خپریدو یو له مهمو لاملونو څخه دی، افراطیان اکثراً د قرآن او سنتو د نصوص څخه د خپلو منحرفه اعمالو د توجیه كولو لپاره په خپلو غلطو فهمونو استدلال کوي، له همدې جملي څخه د رسول الله ﷺ د دې قول فهم، «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا الله...» [متفق عليه]
ژباړه: «ما ته امر شوی دی چې له خلکو سره وجنګیږم تر څو چې دوی ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته...» ، نو دوی له دې دا فهم اخلي چې مسلمانانو ته امر شوی چې د غیرمسلمانو سره تر هغه وخته وجنګیږي چې ترڅو هغوي اسلام قبول كړي! او دا غلط فهم چې د مسلمانانو د هیڅ امام له خوا نه ویل شوی او نه دا فهم اخستل شوی، د لویو ناورینونو لامل ګرځیدلی، تر ټولو كوچنۍ يی دا چې د ترحم او اعتدال د دین تصوير يې د خلکو ذهنونو ته تیاره او ناسم وړاندې کړی، او حقیقت دا دی چې د رسول اللهﷺ دا قول چې «ما ته امر شوی دی…» د نبي كريم ﷺ پورې خاص دی او د دي حکم مکلفیت بل چا لپاره ځانګړې نه ده، او «اقاتل...» په مفاعلی او عکس العمل دلالت کوي، چې مقابل لوري اوله جګړه پیل کړې وي، لكه څرنګه چې د جګړې مشروعیت له دیارلس کلونو څخه زیات وځنډول شو، او «الناس» څخه مراد د قریشو او نورو مشرکينو په منځ کې هغه کسان دي د رسول الله ﷺ په مقابل کې جنګېدل، او دا یو عام لفظ دی چې معنی يې خاصه ده .