د نړیوالو قوانینو تړونونو د منلو څخ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د نړیوالو قوانینو تړونونو د منلو څخه وروسته سرغړونه کول په دې دلیل چې دا غیر مسلمانانو سره دي.

پوښتنه

آیا د نړیوالو قوانینو تړونونو د منلو  څخه وروسته سرغړونه کول په دې دلیل چې غیر مسلمانانو  سره دي جواز لري؟ 

ځواب

ځواب:

د نړیوالو قوانینو د منلو څخه وروسته سرغړونه په دې دلیل چې کفارو سره دي جواز نه لري، اللهﷻ فرمایلي: ﴿وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا﴾ [الإسراء: 34]، ژباړه:«او د ژمنې(تړون) پابند اوسئ بیشکه چې د ژمنې په اړه به تاسو وپوښتل شئ» او نبی کریمﷺ فرمایي: «مَنْ كَانَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ قَوْمٍ عَهْدٌ فَلَا يَشُدُّ عُقْدَةً وَلَا يَحُلُّهَا حَتَّى يَنْقَضِيَ أَمَدُهَا...» [رواه أبو داود]، ژباړه:« د چاچې له کفارو سره عهد (تړون) وه په هغه کې به زیاتوالی نه راولي او نه به یې هم ماتوي ترڅو یې موده پای ته ورسیږي» او نبی کریمﷺ په مدینه له یهودو سره ټرون کړي وه چې د اوسني عصر په اصطلاح ورته د ګډي دفاع او اقتصادي همکاری تړون ویلی شوو، چې په هغه تړون کې راغلي وه چې:« یهود به له مسلمانانو د جګړې په حال کې مالي سره مرستې کوي ......... له قریش او  هغو مرسته کوونکو سره به تجارت نه کوي، او په مدینې د حملي په صورت کې به د مسلمانانو ملاتړ کوي»، خو یهودان دا تړون مات کړ ، لکه څنګه چې معروفه ده، او نبی کریمﷺ د مکې له مشرکین سره هم تړون وکړ ،چې صحابه کرامو  له نور  د مخه په کي په ځان ظلم لیده، چې د حدیبي سوله ده،  او  سره دې هم په دی وار بیا سوله د مشرکین له خوا ماته شوه، او دا واضحه خبره چې یهود او مشرکین  په هغه وخت کي د مسلمانانو سرسخترین دښمنان وه.

Share this:

Related Fatwas