په اسلام کې د الله په لار کې د جهاد صحیح مفهوم
پوښتنه
په اسلام کې د الله په لار کې د جهاد صحیح مفهوم څه دی؟
ځواب
جهاد په عربي ژبه کې د سختۍ او د انرژري د کاولو معنا لري، او په شریعت کې د اللهﷻ په لار کې جهاد یو پراخ مفهوم لرونکې اصطلاح ده، الله تعالی فرمایي: ﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا﴾ [العنكبوت: 69]، ژباړه: « كوم كسان چي زمونږ په خاطر کوشش وکړي، هغو ته به مونږ خپلي لاري ور وښيو » مفسرین وایي یعنې چاچې د خپل نفس د خواهشاتو او شهواتو په مقابل کې د الله د رضا حاصلولو او هدایت موندلو لپاره جهاد وکړو نو مونږ به یې خپلي لار ته هدایت کړو. او همدارینګه جهاد د دښمن په مقابل کې جګړې ته چې د تیري د دفع او ځان او ځمکې ژغورني لپاره وي هم ویل کیږي، الله ﷻ فرمایي: ﴿انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾ [التوبة: 41]، ژباړه: « كه سپك ياست كه درانه (غزا ته) ووځئ او د الله په لار کي په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. » او دا ډول جهاد ځانګړي شرطونه لري، لکه د امام د هغه د اجازي شتون، د اسلام واضح بیرغ شتون، د شوکت او منعت شتون،او د دي ډول جهاد د تنظیم او امر مسئولیت ولی الامر ته ورګرځی، او له همدي کبله په اسلام کې ورته جهاد اصغر هم ویل کیږي، او په یو اثر کې راغلي چې یوه ډله جنګیالي چې له جګړي څخه را ورګرځیدل نو نبی کریمﷺ ، نو نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل« په خیر راغلئ له کوچنې جهاد څخه لوی جهاد ته. هغوی ویل: لوی جهاد کوم دی؟ نبی کریمﷺ وفرمایل: د یو بنده له څپل خواهشاتو جهاد کول »[رواه البيقهي في الزهد الكبير]