په ټولنو باندې د افواهاتو اغیزه

Egypt's Dar Al-Ifta

په ټولنو باندې د افواهاتو اغیزه

پوښتنه

 د یو مسلمان د هغو اوازو او شائعاتو په وړاندې چې د هغه په ​​چاپیریال کې راپورته کیږي مسئولیت څه ده؟

ځواب

 اسلام د افواهاتو لار تړلې او سرچینې یې وچې کړي او له مسلمانانو یې غوښتي چې د قضاوت کولو دمخه د خبرونو  پلټنه وکړي، او امر يې کړې چې مخکې له دې چې یو خبر خپور کړي او په اړه یې خبرې وکړي، هغه باید وړ او پوهو خلکو ته وړاندې کړي؛ او الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ﴾ [الحجرات: 6]. ژباړه: "اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسو ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسو (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسي نه چي کومي ډلي ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ".

اسلام همدارنګه د اوازو اورېدل او خپرول منع کړې ده، او الله تعالی په هغو کسانو بد ویلي دي چې افواهاتو او فتنو ته غوږ نیسي او خپروي؛ او الله تعالی فرمايي: ﴿لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ﴾ [التوبة: 47].

ژباړه: "كه هغوى ستاسو سره وتلي واى، نو په تاسو کې به یې له تخريب څخه پرته نور څه نه وای زيات کړي. هغوى به ستاسو په منځ کې د فتنې اچولو لپاره منډي ترډي کړي واى. او ستاسو د ډلي حالت دا دى چي تر اوسه پوري پکې ډېر داسي خلك شته چي د هغو خبري (ستاسو د ضرر لپاره) اوري. الله دا ظالمان ښه پېژني".

Share this:

Related Fatwas