زیات مهر او د هغې اغیزې

Egypt's Dar Al-Ifta

زیات مهر او د هغې اغیزې

پوښتنه

په مهر کې د زیادروۍ کولو شرعي حکم او پایلې څه دي؟

ځواب

 په مهر کې مبالغه کول د اسلام له سنتو څخه نه ده؛ ځکه د واده اصلي موخه د هلک او نجلۍ عفت دی؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «أَعْظَمُ النِّسَاءِ بَرَكَةً أَيْسَرُهُنَّ صَدَاقًا» رواه الحاكم في "المستدرك".

ژباړه:  "په ښځو  کې تر ټولو لوئ برکتي هغه  څوک ده چي په مهر یې تر ټولو اسانه وي".

دا لازمه ده چې په مهر کې مبالغه ونه شي، او پلار ته په کار ده د خپلو لوڼو د واده لپاره هر ډول اسانتیاوې برابر کړي کله چې یو نیک او ښه زوج ورته معلوم شي؛ تر څو موږ خپل هلکان او نجونې له انحراف څخه وژغورو، او رسول الله صلى الله عليه وسلم، په دي وینا کې مونږ ته ډیر دروند نصيحت کړې: «إِذَا جَاءَكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَأَنْكِحُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ في الأَرْضِ وَفَسَادٌ عريض» رواه الترمذي.

ژباړه: "کله چې تاسو ته یو څوک راشی له  دین او اخلاقو يې خوښوئ، نو  هغه ته په نکاح وکړئ، که داسې ونه کړي، نو په ځمکه کې به فتنه او پراخ فساد رامنځته شي".

Share this:

Related Fatwas