له ښخولو وروسته د قبر سره درېدل

Egypt's Dar Al-Ifta

له ښخولو وروسته د قبر سره درېدل

پوښتنه

 د مړي له ښخولو وروسته د هغه قبر سره  د استغفار او دعاء لپاره درېدل څه حکم لري؟

ځواب

 د مړي له ښخولو وروسته قبر سره د هغه لپاره د استغفار  او دعاء لپاره درېدل، منل شوي سنت دي؛ د امیرالمؤمنین حضرت عثمان ذوالنورین رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم،  به چې کله د مړي له ښخولو نه فارغ شو نو پر هغه به ودرېد او ویې ویل:

 «استَغفِرُوا لأَخِيكم وسَلُوا له التَّثبِيتَ؛ فإِنَّه الآنَ يُسأَلُ» رواه أبو داود.

ژباړه: "د خپل ورور لپاره بخښنه وغواړئ او د هغه لپاره د ثابت قدمی غوښتنه وکړئ، ځکه چې د هغه نه اوس پوښتنه كيږي"، امام نووي رحمه الله په "الأذكار"  کتاب کې (۱/ ۱۶۱) وايي:[او دا مستحب عمل دی چې وروسته له  ښخولو  نه  د هغه قبر سره یو ساعت کښیني؛ هغومره وخت چې قصاب  دمال په  ذبحه کولو کي  نيسي، او غوښه یې ویشي، او ناست کسان د قرآن كريم  په تلاوت ځان مصروف کړي، مړو ته په دعا او په نصیحت کولو بوخت شي، او د ښو خلکو کیسې، او د صالحانو احوال بیان کړې،

امام شافعي او ملګرو (الأصحاب) رحمهم الله يې ويلي دي: له قبر سره د قرآن يو څه تلاوت کول مستحب دي،او کچرته قرآن کریم په تلاوت ختم کړي ښه ده].

Share this:

Related Fatwas