کفر د وژلو دلیل نه دی

Egypt's Dar Al-Ifta

کفر د وژلو دلیل نه دی

پوښتنه

آیا اسلام ته نه داخلېدل په خپل ذات کې د وینې تویولو د رواوالي او د هغي د نه مصونیت لامل ګرځې؟

ځواب

جمهور علماء په دې نظر دي چې په اسلامي شریعت کې کفر د وژلو دلیل نه شي کیدی. او په هیڅ صورت د وینو تویولو حلالونوکۍ او د هغي د مصونیت مباح کوونکۍ نه دي، مګر د تیري په حالت کې، هيڅکله هم دا تصور  نشي کیدی چې اسلام د دې لپاره راغلی چې يوازې مسلمانان په سوله کې ژوند وکړي. برعکس، اسلام د ټولو انسانانو لپاره د سولې او امنیت راوستلو لپاره راغلی، نو مسلمانان د اجابت او ایمان ملت دی او نور د دعوت او بیان ملت دی. الله تعالی فرمایلی: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ﴾ [الأنبياء: 107]، ژباړه: « (اي محمدﷺ)او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د مخلوقاتو لپاره رحمت» او الله تعالی دا توپیر تایید کړي، اللهﷻ فرمايي: :﴿ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ۞ إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ﴾ [هود: 118، 119]،ژباړه: «او بيشكه كه ستا رب غوښتلای خامخا به يې ټول انسانان یوه ډله ګرځولي وی، خو دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي۞مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د همدغه (آزادی) لپاره يې دوى پیدا كړي دي » او فرمایي: ﴿وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَن فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا﴾ [يونس: 99]، ژباړه: «او كه چېرې ستا رب غوښتي وی (نو) خامخا د ځمكې ټولو اوسیدونکو به ایمان راوړى وی» او رسول اللهﷺ څخه روایت چې فرمایي« کله چې یو شخص له بل څخه د خپل د ژوند پنا وغوښته او بیا هغه وواژه نو زه د قاتل څخه بی زاره یم ولو که وژل شوی کافر هم وي» (الطيالسي والبيهقي ذکر کړی)، او یو روایت کې راغلي: «نو له قاتل څخه د الله له لوری د ساتني ذمه خلاصه شوه» نو که د کفر د وينې تويول مباح کولی، نو څنګه هغه څوک د اللهﷻ د ساتنی له ذمه خلاصیږي چې کافر یی وژلی؟!

Share this:

Related Fatwas