په اسلام کې د الله لور ته بلنه
پوښتنه
خلکو ته د اسلام د وړاندې کولو سمه شرعي لاره څه ده؟ آیا دا د جهاد له لارې ده او که څه؟
ځواب
شرعي علماوو دا څرګنده کړې ده چې کله مسلمانان د اسلامي هېوادونو د ضعف نقطی له منځ وړلو او د پولو د ساتنې فرض کفایی پوره کړي. نو له غیر مسلمو هیوادونو سره د جګړی له لاری د جهاد په پرځای دعوت کافي دی، بلکې که دعوت مناسب وي او کافی وي بیا جهاد ته ورګرځيدل نه دي په کار، او چې د کافرانو وژل هدف نه دی او جهاد وسيله ده په خپل ذات کې مقصد نه دی، او علماوو ويلي : "د جهاد فرضیت د وسیلو د فرضیت څخه دی، نه د اهدافو، ځکه چې له جګړې څخه مراد هدایت او د ګواهۍ نور ډولونه دي، خو د کفارو وژل مقصد نه دي، که له جهاد پرته د دلیل په ړاندې کولو هدایت ممکنه وي، له جهاد څخه غوره دي".
نورو ته دعوت او د هغوی سره د چلند اساس د هغوی په حالت کې رحم او ورسره شفقت دی. لکه څنګه چې خدای تعالی خپل پیغمبر حضرت محمدﷺ ته په خطاب کې فرمایي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ﴾ [الأنبياء: 107]، ژباړه:« او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت »
دا قرآني بیان په خپل لوی او پراخ چوکاټ کې ټول ځای شامل وې، نو دا یو مشخص ځای پورې محدود نه دی، او همدارنګ د وخت مختلفو پړاوونو او پرپسی نسلونو پکې شامل دي، د یو وخت نه بلکه د یو وخت لپاره مشخص دی. دا د زمانو څخه یو زمانې پورې محدود نه دی، او په ټولو حالات که سوله او جګړه پکې شامل دي، نو یو مشخص پوري ځانګړی نه دی. او همدارنګه ټول خلک پکې شامل دي، که مؤمنان او کافران، عرب او د دوی عجم وې، نو له یوې مشخص ډلې پورې محدود نه دی؛
د دې لپاره چې انسان د سيد الأولين والآخرين د نبوت د حقیقت په اړه د قرانې توصیف عظمت کې وختوالي او فکر ته وهڅه وي، ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ﴾ [الأنبياء: 107] ژباړه:« او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت» رحمت عام او ټول ته شامل دی، چې نښې د رسول اللهﷺ په هر موقف څرګندې شوې که هغه د کائناتو او که د خپل شاوخوا خلکو په وړاندې وي.