د قرآن متشابهات د ترهګرو حرکتونو په...

Egypt's Dar Al-Ifta

د قرآن متشابهات د ترهګرو حرکتونو په نزد

پوښتنه

افراطي فکر لرونکي د قرآن کریم له متشابه آیتونو سره څنګه چلند کوي؟

ځواب

د خواهشاتو او ګمراهۍ پلویانو د قرآن د متشابهاتو له موضوع څخه د خلکو د عقیدې د خرابولو لپاره کارولې.

دوی له دې څخه د پیروانو او ملاتړو د جلبولو لپاره کار واخیستی، او ، د فتنې د رامنځته کولو او د مادي او دنیاوي ګټو د ترلاسه کولو په لټه کې یې د قرآن کریم معناګانې تحریف کړي دي.

او اللهﷻ پوهیده چې په دې امت کې به داسې خلک وي چې د قرآن کریم په متشابهاتو کې به د هغه څه ادعا کوي چې مومنان یې د قرآن کریم په محکماتو کې ادعا کوي، او د هغو یادونه یې کړې چې اللهﷻ فرمايلي: {فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]، ژباړه: « د كومو خلكو په زړونو کې چي كوږوالى دى، نو هغوى د فتنې راولاړولو لپاره تل په همدې متشابهاتو(پټ مراد والا)  پسي ګرځي او هغو ته د معنا برابرولو هڅه كوي. په داسي حال کي چي د هغو پر حقيقي معنا بل هیڅوك نه پوهیږي  مګرالله. او هغه خلك چي پاخه عالمان دي، هغوى وايي: "موږ پر هغو ټولو ايمان لرو، دا ټول زموږ د رب له لوري دي." - او رښتيا دا ده چي له يو شي څخه صحيح درس یوازي د پوهي خاوندان اخلي.»

نو د افراطی فکر لورونکو د متشابهاتو پیرو کړي او هغو پابندې کړې، دوی هغه د هر دیني او دنیاوي حکم لپاره خپل لار، لارښود او رهبر ګرځولي. دوی له هغې څخه په خپلو افکارو، معاملو او خپلو ټولو شرایطو کې د خپلو اعمالو توجیه کولو او د خپلو جرمونو د سم ښکارولو لپاره کار اخلې.

د مثال په توګه د خوارجانو لخوا د تحکیم د باطل ګڼلو لپاره د اللهﷻ په دې قول  دلیل نیول: {إِنِ الحُكْمُ إِلَّا لله} [الأنعام: 57].ژباړه:« د حكم (فيصلې واک) يواځې له الله سره دى» له آیت څخه اخیستل شوې معنا په جمله کې په عمومي توګه سمه ده خو د جزیاتو کې بیا وضاحت ته اړتیا لري.

نو ځکه خو علي بن ابي طالب رضي الله عنه ورته ځواب ورکړ او ورته يې وويل: حق خبره چې باطل موخه ورڅخه لري.

Share this:

Related Fatwas