په امت کې د تکفیر تاریخ
پوښتنه
ولې تکفیر د ترهګرو ډلو لخوا په ښکاره توګه خپور شو، او دهغوئ په ژبه ولې د تکفیر کلمه ډېر زیات تکراریږي؟
ځواب
په مسلمانانو باندي د تکفیر د تورونه لګولو تاریخ د خوارجو مسلک او لارې ته ورګرځي، او همدارنګه هغو کسانو چې د اسلام په خارجی فضا ېي څرخیږې، او هغه کسانو ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیدو یې هم نظر نه وه بشپړې شوی، چې په اړه ګواهي ورکول چي د خدائ تعالی رسول دی، د شهادت دوهم رکن دی.
او چې پیل یې په شرو کې د ذوالخویصرة التمیمي په نوم د یو سړي له لور شوی، لکه څنګه چي امام بخاري او امام مسلم روایت کړی او د حدیث لفظ د امام مسلم دی چې ابو سعید الخدري وویل: «بينا نحن عند رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم وهو يقسم قسمًا، أتاه ذو الخويصرة، وهو رجل من بني تميم، فقال: يا رسول الله، اعدل، فقال: «ويلك، ومن يعدل إذا لم أعدل، قد خبت وخسرت إن لم أكن أعدل»، فقال عمر بن الخطاب رضي الله عنه: يا رسول الله، ائذن لي فيه أضرب عنقه، قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم: «دعه، فإن له أصحابًا يحقر أحدكم صلاته مع صلاتهم، وصيامه مع صيامهم، يقرءون القرآن لا يجاوز تراقيهم، يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية، ... ويخرجون على حين فرقة من الناس» قال أبو سعيد: «فأشهد أني سمعت هذا من رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم، وأشهد أن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قاتلهم وأنا معه». ژباړه: "
په داسې حال کې چې مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، په داسې حال کې چې هغه د برخو تقسیمات کول، د بنو تمیم څخه یو سړی ذوالخویصره ورته راغی او ویې ویل: ای د خدائ تعالی رسوله! عدل وکه، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: افسوس هلاک شي که زه انصاف ونه کړم نو انصاف به څوک کوي؟ کچرې زه عدل ونکړم نو ته ناکام او تاواني شوی ېي، نو عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي: اې د خدائ تعالی رسوله ماله اجازه راکړه چې څټ ورله پرې کړم، او رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:"پریږده، ځکه چې هغه داسي ملګري لري چې تاسو دهغه عبادت چي وګورۍ نوخپل لمونځ به سپک وګڼئ، او د هغه روژه د دوی له روژې سره، او دوۍ به قرآن کریم لولي خو له ستوني نه تیریږي، او دوۍ به له دین څخه داسي تېز ووځي لکه څنګه چي تیر د غشې څخه په چټکۍ ووځي، ..او ناڅاپه به د خلکو په مینځ کې د اختلاف سره به یوه ډله راووځي، ..،.
ابو سعید رضی الله عنه وایي: زه شاهدي ورکوم چې دا خبره مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلې ده، او په دي خبره زه شاهدي ورکوم چې علي بن ابي طالب رضی الله عنه له هغوی سره جنګ وکړ او زه ورسره وم". د دې ډلو دغو افکارو په پرله پسې په نسلونو کې په لوۍ افراطیت کې وده کړی، چې ځینې یې ممکن یو بل سره تکفیر کړي، او دې ته د "پرله پسې نسلونو نظریه" ویل کیږي؛ او دا د سمې معتمدې مرجعې نه لرلو په نتیجه کې ده، او د مثال په توګه، عصري افراطیت د اخوان المسلمین سره پیل شو، بیا سلفي جهاد، بیا داعش او داسې نور.