"د افراطي فکر خطر"
پوښتنه
ټولنې ته د تکفیري حركتونو له لور د پېښودونكي خطر نښې څه ؟
بيلګې
ځواب
پرته له شکه، ناسم دیني افکار یو له مهمو خطرونو څخه دی چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه ورسره مخ یوو؛
دا ځکه چې دیني افراطیت معمولا د یوې افراطي ایډیالوژۍ تر حده په یو کونج کې منزوي نه پاتې کیږي، بلکه دا په چټکۍ سره د نظر تحمیلولو مرحلې ته وده کوي او بیا هڅه کیږي چې ټوله ټولنه په زور سره د دې فکر تابع شي. د دې لپاره له تاوتریخوالي، ترهګرۍ او وینې تویونې پرته بله لار نشته، لکه څنګه چې په تروریستي او اخوان ډله کې څرګنده ده.
دا هغه مشابه او تکراري سلسله چې مونږ ورته د سیاست اسلامي کول وایو، بلکي په چټکۍ سره یې وحشت، نفوذ او تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، او افراطي نور د پخوا په شان د یو کلب سوځولو، میدان په خرابولو، یا د زیارت په ړنګولو لکه پخوا به چي کول اکتفا نه کوي، بلکه دوی نور د یو تبعه په وژلو کې چې د نظر خاوند وي یا لوړ پوړی چارواکی وي نه دریږي، دا ټول شیان که څه هم پیښیږي، دا یوازې لومړي ګامونو دي د هغه څه لپاره چې دا افراطیان يې خوب وينې.
د تروریستانو هیلې د تمویل ترلاسه کولو، د پوځونو په جوړولو، د لواګانو په سمبالولو، د ځوانانو په جذبولو، د هغوی د روزنې، د هغوی د ملاتړ او په منظمو ادارو او ملېشو کې د هغوی ادغام تر کچې پراخې شوې دي.
دوی د خپل افراطي فکر د خپرولو لپاره د ټیکنالوژۍ او د ټولنیزو رسنیو ټولې وسیلې کاروي او چې لا ډیر هغه ځوانان راجذب کړي چې لیواله دي ترڅو دوی یې د جګړو او ځانمرګو عملیاتو وهڅوي.