په دیني ډګر کې د نویو مفاهیمو رامنځته کول
پوښتنه
د تکفیر حرکتونو له لوري د اسلام په اړه د غلطو مفاهیمو په رامنځته کول او د خلکو په منځ کې هغه د صحیحو مفاهیمو په توګه د خپرولو خطر څه دي؟
ځواب
مفاهیم د نظریاتي فکري پروسې د غوره پایلو استازولي کوي، ځکه چې دا مفهوم د دوامداره او پرله پسې ذهني هڅو محصول دي چې بالاخره یو قوي ساختار او دقیق جوړښت منځته راوړی، چې هغه (مفهوم) دی، او دا "مفهوم" د فکري خوځښت دینامیکیتوب او د علمي هماهنګۍ د رامینځته کولو د هڅې ښکارندوی دی، او دا هغه څه دي چې د مفاهیمو د آزادۍ موضوع ته علمي او فکري اهمیت ورکوي.
نو کله چې د عامو مفاهیمو او کلي محتوا د آزادوالی مسله په عمومي توګه اهمیت ولري،
نو دا په ځانګړې توګه د اسلامي امت لپاره یو له اړینو او بیړنیو مسایلو څخه ده.
په تیره بیا د مفاهیمو او معیارو هغه بی سابقه اختلال چې اسلامي فکري ډګر یې اوس شاهد دی،او که دا ادعا وکړو چې دا اضطراب او ګډوډي د اسلامي تمدن د بیهیر د تخریب یو له سترو لاملونو څخه ده نو مبالغه به نه وي، ځکه چې دا داسلامي فکر په عمق باندې برید کوي او یو ډیر مغشوش فکري حالت رامینځته کوي.
که مونږ په وروستیو لسیزو کې تشدد ته د بلونکو نظریاتو ته کتنه وکړو، مونږ به ووینو چې هغوی تل هڅه کوي چې یو نوي مفهومې منظومه تحمیل کړي چې د "توحید"، "دا الاسلام"، "حاکمیت"، "جهاد،" او داسې نور مسلو په اړه د دوی لید کې څرګندیږي، چې دا منظومه د تحریف شویو افکارو د یو داسې منظومی د رامنځته کولو په لور حرکت دی، چې په اسلامي شریعت او بلکې له ټولو الهی شریعتونو کې تحریف او وهم دی.