وړو چینکو ته د لمانځه زده کړه

Egypt's Dar Al-Ifta

وړو چینکو ته د لمانځه زده کړه

پوښتنه

آیا د ماشومانو له اودس او حجاب پرته لمونځ کول د اناثو لپاره د روزنې په موخه روا دی ؟

ځواب

ماشومانو ته د لمانځه زدکړه - په کورونو او ښوونځیو کې - په داسې طریقه، چې د دوی د حالت سره مناسب وي او دوی یې خوښوي او دوی ورته هڅوی  - حتی که دا د نجونو لپاره د اودس یا حجاب پرته د روزنې له لارې هم وي -   د دې کار ترسره کوونکي او په لار اچوونکي د ثواب مستحق دي، ښه به وي که دا کار د ماشومانو د ارواپوهنې د متخصصینو او هغه کسان سره چې په نفوسو کې د ارزښتونو د ترسیخ متخصصین وي په مشوره او په صبر او دقت  سره دوی ته د عبادتونو او د خپلو راتلونکو مسئولیتونو وړتیا پیدا کولو په موخه روزنه ترسره شي، او پدې کې د صبر او پایندۍ معنی هم شامله ده چې د خدای تعالی په دې قول کې راغلي {وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى} [طه: 132]، ژباړه: «خپلي كورنۍ ته د لمانځه حکم وه وکړه او په خپله هم پرې پابند اوسه. مونږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ رزق مونږ تا ته دركوو او ښه عاقبت د پرهېزګارۍ لپاره ده.» او الله تعالی دا قول چې فرمایی: { وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا} [مريم: 55]. ژباړه: « هغه خپلي كورنۍ ته د لمانځه او زكات حكم كاوه او د خپل رب په وړاندي يو غوره انسان وو. »

Share this:

Related Fatwas